امنیت

د يوې ډلې لوټمارانو د وسلو يوه ډيپو کشف شوه

کابل – باختر د چنګاښ دمياشتې ٢٢
په غور ولايت کې د يوې ډلې شوکمارانو د وسلو يوه ډيپوکشف شوه.
په دې ډيپوکې پنځه تومانچې او دوه کلاشينکوفونه ترلاسه شوي دي.
د غور ولايت د امنيې قوماندانۍ سرپرست محمد زمان د باختر آژانس خبريال ته وويل: له دغو وسلو څخه د غلا، وژنې او جنايتونو لپاره استفاده کيده.
ويل کيږي د پوليسو د عملياتو په وخت کې لوټماران تښتيدلي دي او د هغو د پيژندلو او نيولو لپاره پلټنې پيل شوې دي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته