امنیت

د هیواد په بیلا بیلو سیمو کې دښمن ته درنه مرګ ژوبله واوښته

کابل باختردزمري دمياشتې ٢٥نيټه :
ملي دفاعي اوامنیتي ځواکونو په تیرو۲۴ساعتونو کې ۱۵ ګډ تعرضي او چاڼیز ، ۹۱ځانګړي کوماندویي دندې او ۱۰ضربې یې د جګړه مارانو او ترهګروپه ځالو        او مرکزونو، او د ترهګرو د له منځه وړلو په موخه د هیواد په بیلابیلو سیمو کې په لاره اچولي، د افغانستان  هوایي ځواکونو ۱۱۳ –  الوتنې د ملي اردو د ځواکونو  د ملاتړ په موخه تر سره کړي دي.
دملي دفاع وزارت مطبوعاتي دفتر باخترآژانس ته خبر ورکړ. دغه ګډ عملیات چې د توپچي اوهوایي قوتونو په ملاتړ ننګرهار، کونړ، غزني، پکتیا، میدان ورګ، لوګر، قندهار، ارزګان، زابل، فراه هرات،  فاریاب، کندز، بدخشان او دهلمند په ولایتونو کې تر سره شوي چې له امله يې  د پکتیا ولایت د څمکنیو او جاني خیلو په ولسوالیو کې ۲۵ تنه وسله وال ترهګر وژل شوي او ۱۵ تنه ټپيان، د فراه ولایت د بالابلوک ولسوالۍ د شیوان په سیمه کې ۲۰ تنه ترهګر وژل شوي ، ۸ تنه ټپیان  او ۲۵ تنه نور نیول شوي ، د لوګر ولایت د بره کي برک ولسوالۍ د زرسنګ په سیمه کې د طالبانو نومول شوی ولسوال انعام الله له ۲ تنو ساتونکو سره وژل شوئ او یو موټر له منځه وړل شوئ   او د هلمند ولایت د ګرشک په ولسوالۍ کې د طالبانو د یوتن سیمه ایز قوماندان په ګډون  ۳ تنه ترهګر وژل شوي، یو موتر سایکل ، ۳ ميله وسلې له منځه وړل شوي او ۲۰ ماینونه کشف او شنډ شوي دي .
د هیواد دښمنانو د روزګان ولایت د خاص روزګان او د قندهار ولایت د معروف      په  ولسوالیو کې د ملي اردو په  پوستو ډله ايیز بریدونه تر سره کړل چې د ملي اردو ځواکونو له سخت غبرګون سره مخامخ شول،  د دغو نښتو په پایله کې د خاص روزګان په ولسوالۍ کې ۱۸ تنه ترهګر وژل شوي او ۸ تنه ټپيان او د معروف په ولسوالۍ کې ۱۳ تنه ترهګر له منځه وړل شوي او ۹ تنه نور ټپیان شوي دي . 
همدا راز د هوایي بریدونو په ترڅ کې  د میدان وردګو ولایت د سید آباد ولسوالۍ د خواجه ګانو او د غزني ولایت د اندړو ولسوالۍ د مامورال په اړوند سیمو کې ۴ تنه وسله وال ترهګر وژل شوي او ۲ موټر سایکلونه له منځه وړل شوي دي .
پاى ذکرالله

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته