ورزش

جمهورريیس: د کرکټ بورډ تشکیلاتي ستونزې او اړتیاوې دې وارزول شي

کابل/باختر/ د چنګاښ ٢١مه د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهورريیس محمد اشرف غني تېر ماښام د افغانستان د کرکټ بورډ له غړو سره وکتل او د افغانستان د کرکټ بورډ د وضعیت په اړه یې د هغوی ارزونه او راپور واورېد. د جمهوررييس د وياند دفتر باختر آژانس ته خبر ورکړ: لومړی، د افغانستان د کرکټ بورډ غړو وویل: د ۲۰۱۹ کال د نړیوال جام سیالیو پر مهال او تر هغه وروسته د افغانستان د کرکټ وضعیت وارزول شو او د ملي ټیم د ښه والي لپاره ځینې اقدامات ترسره شوي دي. وروسته جمهورريیس غني د هېواد د کرکټ ملي ټیم او د افغانستان کرکټ بورډ د هڅو د ستاینې ترڅنګ وویل: د کرکټ ملي ټیم تل د افغانستان لپاره لویې لاسته راوړنې او ویاړونه راوړي دي او د ملي ټیم بری د خلکو لپاره یوه مهمه موضوع ده. جمهورريیس زیاته کړه: کرکټ د خلکو ملي پانګه ده او د هغه د وضعیت د ښه والي لپاره باید پانګونه پرې وکړو. جمهورريیس په کرکټ بورډ کې ستونزو ته په اشارې وویل: د کرکټ بورډ تشکیلاتي ستونزې او اړتیاوې دې جدي وارزول شي او د رفع کېدو لپاره دې عاجل اقدامات وشي. هغه زیاته کړه: دا د بورډ مسوولیت دی چې د ټیم د ښه ځلېدو د هڅو ترڅنګ په ټیم کې نظم او اتحاد وساتل شي. جمهورريیس وویل: موږ د شل آوریز نړیوال جام سیالۍ په مخکې لرو او په هغه کې د بریالي کېدو لپاره باید لازم تیاری ونیول شي. جمهورريیس څرګنده کړه: کرکټ باید د یوې ملي پانګې په توګه سراسري شي او د ودې لپاره یې لنډمهاله او اوږدمهاله پروګرامونه ترتیب شي. # پاى – ع

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته