سیاست

د افغانستان د اسلامي جمهوریت اجرایه رئیس نن په یوه دوه ورځني سفر ترکیې ته روان شو

کابل –باختر د غبرګولي دمياشتې ٢
د افغانستان د اسلامي جمهوریت اجرایيه رئیس ډاکټر عبدالله عبدالله د یوه لوړ پوړي دولتي پلاوي په مشرۍ نن غرمه په ترکیه کې په نريواله بشردوستانه سرمشريزه کې د ګډون لپاره هغه هېواد ته په دوه ورځني سفر روان شو.
دافغانستان داسلامي جمهوريت اجرايه رياست مطبوعاتي دفتر باختر آژانس ته خبر ورکړ.
اجرایه رئیس به یادې سرمشریزې ته د وینا ترڅنګ د ترکیې په ګډون د یوشمېر نورو اسلامي هېوادونو له مشرانو سره هم دوه اړخیزې ناستې ولري او په بېلابېلو موضوعاتو به خبرې وکړي.
په دې ناسته کې له اجرائیه رئیس سره د کډوالود چارو وزیر سید حسین عالمي بلخي، له طبیعي پېښو سره د مبارزې په چارو کې د دولت وزیر ویس احمد برمک، د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت مرستیاله پوهنياره سعيده مژګان مصطفوي او د یوشمېر نورو ادارو رئيسان ګډون لري.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته