کابل / د غبرګولي ٢٩ مه / باختر
تېره شپه له وسله والو طالبانو سره په نښته کې د تخاربهارک ولسوالۍ د طالبانو لاسته ولويده.
د پېښې يوعيني شاهد چې ويې نه غوښتل نوم يې واخيستل شي باخترآژانس ته وويل؛ په بهارک ولسوالۍ کي مېشتو پوځيانو څو ورځې او شپې مقاومت وکړ خوتېره شپه د تخار بهارک ولسوالۍ د طالبانو لاسته ورغله.
د هغه د څرګندونو له مخې، په دې نښته کې زيات امنيتي منسوبان شهيدان شول خو دقيق شمېر يې معلوم نه دى.
د تخارامنيتي مسوولانو په دې اړه څه نه دي ويلي.
پاى \ ذ