امنیت

دافغانستان له امنيتي ځواکونوسره دملاتړ او همکارۍ ددوام لپاره دناتوژمنه

کابل باختر دليندۍ څليرويشتمه :
دناتو ځواکونو له افغان امنيتي ځواکونوسره دملاتړ او همکارۍ ژمنه وکړه .
  په افغانستان کې دغوڅ ملاتړ دقوماندانۍ دمرستو ناظم تورن جنرال ګوردان ديويس دظفر قول اردو له قوماندان سره په کتنه کې ددغه ټکي په اعلامولو سره وويل :له افغان امنيتي ځواکونوسره دنړيوالې ټولنې دملاتړ دوام ددغو ځواکونو دلازياتې پياوړتيا سبب کيږي .
جنرال  (جاهد)  دافغان امنيتي ځواکونو برياليتوبونه دجزوتامونو او قطعاتو دافسرانو او قوماندانانو دهمغږۍ  زيږنده وبلل او ويې ويل :دنړيوالې ټولنې دملاتړ له امله ملي اردو دتجهيزاتو ، لوژستيکي  عينياتو او داستوګنې دتاسيساتو په برخه کې سمباله شوې ده.
  ده زياته کړه :ملي اردو دهر راز عملياتو داجرا کولو ځواکمني او ظرفيت پيداکړى دى خو دجنګي تجهيزاتو ، ښوونې او روزنې او داستوګنې او ساختماني په برخو کې دنړيوالې ټولنې  دزياتو مرستو او ملاتړ دوام ته اړتيا مشهوده ده .
دناتو جګپوړي  جنرال دوسلو او دجنګي تجهيزاتودساتنې په کار کې  دافغان امنيتي ځواکونو دمسوولينو پاملرنه وستايله او ويې ويل:  نړيوالو ټولنه له اړتياوو سره سم او د افغانستان دملي دفاع وزارت او دناتو دځواکونو دقوماندانۍ دمشرتابه له ګډ پلان سره سم دملي اردو وسلو او وسايطو تجهيزاتو مهماتو ، درملو اودعارضه لرونکو وسايطو د پرزو دپوره کولو په برخه کې ژمنه ده .
په پاى کې د ٢٠٧ ظفر قول اردو نښانونه دناتو جنرال ته ورکړل شول .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته