ټولنه

د نږدې (۱۴) ميليونو افغانیو په ارزښت د لغمان د ولایتي شورا د اداري ودانۍ د بنسټ ډبره کېښودل شوه

هرات/ باختر د زمري دمياشتې ٢٤ مه :
د ١٣ میلیونو ٧٦٢ زره ٥١٤ افغانیو په ارزښت په مرکز مهترلام پورې اړوند د سلطان غازي بابا د ښار ګوټي په اداري سيمه کې د لغمان د ولایتي شورا لپاره د اداري ودانۍ د جوړولو چارې نن د لغمان والي عبدالجبار نعیمي، د ولایتي شورا د رئیس محمد رفیع مموزي او د ولایتي شورا د استازو، د ولایتي ادارې د یو شمېر مسولینو او د لغمان د قومي مشرانو او ځوانانو په لاسونو د بنسټ ډبرې په اېښودو سره پیل شوې.
دغه ودانۍ به په دوو پوړونوکې په پاخه او اساسي ډول د یوه کال په موده کې جوړه شي چې ۱۰ اداري خونې، د کنفرانسونو یو لوی تالار، د برق او اوبو رسولو سیستمونه او دغه راز نور ضروري محلقات به ولري.
په همدې موخه په جوړو شویو مراسموکې د لغمان د ولایتي شورا رئیس محمد رفیع مموزي د ښه راغلاست د ویلو ترڅنګ د پروژې په تخنیکي برخه هم رڼا واچوله او د دغې پروژې په عملي تطبیق کې یې د ولایت مقام هڅې د پام وړ وګڼلې چې وروسته قومي مشرحاجي عبدالرووف، مولوي فرمان الله اخوند زاده او دغه راز د ځوانانو په استازۍ د ځوانانو روزنیز پارلمان استازي حنیف الله غمخور پشه يي او د قرغیو د ځوانانو د همغږۍ شورا مسول دل اغا رحماني هم په وار سره خبرې وکړې، د ولایت د هر اړخیز پرمختګ په ځانګړې توګه د انکشافي او اقتصادي پرمختګونو په برخه کې یې د ولایت د رهبرۍ اغېزمن پلانونه او د دغو پلانونو د تطبیق په برخه کې کلک هوډ د لغمان په تاریخ کې بې ساری وباله او ژمن شول چې د نظام د ثبات او د ولایتي ادارې د برنامو د تطبیق په برخه کې به د ولایت له مقام سره یو ځای د همغږۍ په فضا کې ګډ کار ته دوام ورکړي.
وروسته د لغمان والي عبدالجبار نعیمي د یادې پروژې د پیلېدو له امله ولسونو ته د مبارکۍ پر ویلو سربېره په لغمان کې د روانو پرمختیايي کارونو او پروژو هم تفصیلې خبرې وکړې او د ټولو انکشافي او ستراتیژیکو پلانونو په تطبیق کې یې ولسي همکاري اړینه وګڼله.
نوموړي همدارنګه په نږدې راتلوونکي کې د نورو نویو پروژو د پیلېدو په تړاو د خبرو ترڅنګ په قراردادیانو غږ وکړ چې د پروژو پر وخت تطبیق، کیفیت او په معیاري توګه سرته رسېدو ته ځانګړې پاملرنه وکړي او د دې ترڅنګ یې اړونده ریاستونو ته دنده وسپارله چې په کلکه د خپلو پروژو قوي نظارت او څارنه وکړي.#

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته