ټولنه

په هرات کې د نيالګيو د ايښودلو د پروګرام پيل

کابل باختر دکب دمياشتې ٧ :
د هرات ښار په لرغونو او تاريخي ساحوکې د نيالګيو د ايښودلو پروګرام پرون پيل شو.
د دغه پروګرام له لارې په لسګونو نيالګي د (تکاپو) خصوصي موسسې د مسوول په همکارۍ د شهزادګانوپه زيارت کې ايښودل شوي دي.
د اطلاعاتو او فرهنګ رياست سرپرست احمدجاويد وويل: تر اوسه پورې څه ناڅه  زر نيالګي د تاريخي ساحو د سمسورتيا د پراختيا په خاطر ايښودل شوي دي.
ده وويل: د اطلاعاتو او فرهنګ رياست د ګوهرشادبيګم په بڼ او نورو تاريخي ساحوکې په لسګونو نيالګي ايښودلي دي .
د تکاپو د خصوصي تعليمي موسسې مسوول حامدغفوري وايي: د نيالګيو ايښودل او د نيالګيو د ايښودلو د فرهنګ پراختيا د دغې موسسې له کاري لومړيتوبونو څخه دي .
په دغو مراسموکې يو زيات شمېر فرهنګيانو او د ژوندانه د چاپيريال ساتنې او د پوهنې د رياستونوچارواکو او د تکاپو د خصوصي موسسې يو شمېر زده کوونکو ګډون کړى و.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته