کابل باختر دسلواغې نهمه :
د افغانستان د اسلامي جمهوریت د جمهور رئیس محمد اشرف غني په مشرۍ د کډوالو چارو عالي کمېسیون غونډه په ارګ کې جوړه شوه.
دجمهوررييس دوياند دفترباخترآژانس ته خبرورکړ.
په پیل کې د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزیر سیدحسین عالمي بلخي او د یاد وزارت معینانو ډاکټرې عالمې او احمدولي حکمي د کډوالو او راستنېدونکو د عمومي وضعیت، د شویو پرمختګونو او شته ننګونو، د راستنېدونکو په اړه د نیول شویو تدبيرونو او د بې ځایه شویو او راستنېدونکو د اجرایي کمېټې د پیشنهادي بودجې د تصویب او راستنېدونکو ته د بیړنۍ رسیدګي لپاره د عملیاتي پلان په اړه غونډې ته راپور او معلومات ورکړل.
اجرائیه رئیس ډاکټر عبدالله عبدالله، د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونودسازمان ځانګړي استازي تادامیچي یاماماتو، د بهرنیو چارو وزارت سیاسي معین حکمت خلیل کرزي، د ښاراوکورجوړولو وزیر سیدسعادت منصور نادري ، د پوهنې وزارت سرپرست ډاکټرمحمدابراهیم شینواري ، د کرنې او اوبولګولو وزیر نصیراحمد دراني او د ځمکو خپلواکې ادارې رئیس جواد پیکار پر اړوندو موضوعاتو د بحث پرمهال خپل لیدلوري بیان کړل.
جمهوررئیس غني د افغان کډوالو او راستنېدونکو د ستونزو د حل په موخه د جامع او عملي پلان پر جوړولوپه مستحقو کورنیو د ځمکې د وېش ، د ځمکې د بانک پر جوړولو او د نورو اسانتیاو پر برابرولو ټینګار وکړ.
د هېواد جمهوررئیس د راستنېدونکو مستحقو کورنیو ته دځمکې د وېش په اړه عدلیې وزارت ته لارښوونه وکړه، چې په دې اړه مقرره چمتو او د استعجالیت پر مهال پر تقنیني فرمان هم غور وکړي. دغه راز یې د ځمکو خپلواکې ادارې ته لارښوونه وکړه، ټول دولتي او نادولتي املاک دې د ځمکو بانک کې ثبت او د وېش لپاره واضح معیارونه رامنځته شي.
جمهوررئیس غني ټینګار وکړ، چې راستنېدونکوکډوالو ته دې د سرپناه ترڅنګ د زده کړې او لومړنیو اړتیاو اسانتیاوې هم برابرې شي. هغه ټینګار وکړ، د کډوالو ستونزو ته رسیدګي د یوې کمېټې یا وزارت کار نه دی، د دې لپاره دې ټولې اړونده ادارې په همغږۍ او همکاري کار وکړي.
پاى- ع
0 1 دقیقه لوستل