اقتصاد

داته سوه مليونو ډالرو وړيا مرستې تفاهم ليک لاسليک شو .

کابل باختر دزمري  دولسمه :
دنويو پرمختيايي همکاريو د تطبيقي چوکاټ دميکانيزم تفاهم ليک چې له افغانستان سره دامريکا دمتحده ايالاتو اته سوه مليونه  ډالره وړيا مرسته پکې شامله ده نن لاسليک شو  .
ددغه تفاهم ليک له مخې  په راتلوونکو څلورو کلونوکې يعنې په هرکال کې امريکا دوه سوه مليونه ډالره په مسقتيمه توګه دافغانستان دحکومت دلومړيتوبونو په پام کې نيولو سره په مستقيمه توګه دحکومت دبودجې له لارې له افغانستان سره مرسته کوي .
دباختراژانس دخبر له مخې، دماليې وزير اکليل حکيمي په افغانستان کې دامريکا سفير مايکل  مکينلي او په افغانستان کې دامريکا دنړيوالې پرمختيا دادارې رييس  ويليام همينک  دبهرنيو چارو وزارت دسياسي معين حکمت خليل کرزي او دامريکا په متحده  ايالاتو کې  دافغانستان  دلوى سفير ډاکتر حمد الله محب په شتون  ددواړو هيوادونو ترمنځ دنويو پرمختيايي همکاريو تفاهم ليک لاسليک کړ .
دنويو پرمختيايي همکاريو دتفاهم ليک لاسليک  دامريکا او افغانستان ترمنځ  دستراتيژيکي اړيکو داهميت څرګندوى دى او ددواړو هيوادونو ترمنځ دپرمختيايي همکاريو دنوي فصل پيلوونکي  دى .
دماليې وزير اکليل حکيمي ددغو اړيکو دارزښت په پام کې نيولو سره دافغانستان له خلکو سره دامريکا دمرستو له امله قدرداني وکړه او ويې ويل چې دغه همکارۍ به پرمختيايي همکاريو کې دنوي فصل پيلوونکي وي .
ديادونې وړ ده چې دافغانستان داسلامي جمهوريت او دامريکا دمتحده ايالاتو ترمنځ دنويو پرمختيايي همکاريو دچوکاټ نظر دامريکا متحده ايالاتو ته دافغانستان داسلامي  جمهوريت دجمهور رييس په وروستي سفر کې دامريکا له جمهور رييس سره طرحه شوى و او دواړه لوري موافقې ته ورسيدل . 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته