امنیت

په افغانستان کې د ماشومانو په ساتنه کې د پوليسو د رول تر عنوان لاندې په هرات کې روزنيزه دوره پيل شوه .

کابل باختر د وږي نهمه : په افغانستان کې دماشومانو په ساتنه کې دپوليسو د رول تر عنوان لاندې د هرات د پوليسو د منسوبينو لپاره يو ورځنۍ روزنيزه دوره ترسره شوه . په دې روزنيز پروګرام کې چې د هرات ولايت دامنيې قوماندانۍ د ملکي مرستيال فيروز شاداب ، دښوونې او روزنې د مدير سمونوال غلام رسول او د پوليسو د حقوقو د مدير سمونمل محمد داود په ګډون د دغه ولايت داړوندو ولسواليو د پنځلسو تنو امنيه قوماندانانو ، اداري آمرانو ، او د ځينو امنيه قوماندانيو دکشفي برخو دآمرانو لپاره جوړ شوې و ، برخه والو دقانون دمادو او دماشومانو دحقوقو په باره کې زياته بلدتيا ترلاسه کړه . د هرات ولايت دامنيې قوماندانۍ مرستيال فيروز شاداب د دغه پروګرام له جوړونکو څخه په مننې سره له مداومينو څخه وغوښتل چې له خپلو زده کړو څخه د خپلو وظيفوي چارو په ترسره کولو کې زياته استفاده وکړي . ختم_ ف _ اکرم

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته