امنیت

په افغانستان کې په بهرنيو سرتيرو دبريدونو د زياتوالي په باب داوباما انديښنې.

١٥-کابل باختردزمري دمياشتې  ٣١ :
دامريکا جمهوررييس بارک اوباما دافغان امنيتي ځواکونو له خوا په امريکايي عسکرو دبريدونو دزياتوالي له امله انديښنه  څرگنده کړې ده.ده زياته کړې ده، په افغانستان کې په بهرنيوعسکرو دبريدونو کچه په  وروستيو مياشتو کې زياته شوې ده  چې زموږ  اوزموږ دنورو نړيوالو دوستانو دانديښنې سبب شوې ده .
دباختراژانس دخبرله مخې،  دامريکا  جمهوررييس  چې پرون يې په سپني ماڼۍ کې له خبريالانو سره خبرې کولي دغه راز ټينګار وکړ چې بايد افغان امنيتي ځواکونه زده کړه وکړي  ترڅو په نږدي راتلوونکي کې بشپړامنيتي مسووليتونه په غاړه واخلي .
 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته