کابل باختر دچنګاښ پنځه ويشتمه :
دنيکمرغه کوچني اختر درارسيدو په مناسبت دوزيرانو شورا ددارالانشا دلوى رياست دمبارکي پيغام .
دوزيرانو شورا ددارالانشا لوى رياست دنيکمرغه کوچني اختر په مناسبت دخپلو مبارکيو مراتب دافغانستان داسلامي جمهوريت جمهور رييس او دهغه مرستيالانو ، جراييه رييس ډاکتر عبدالله عبدالله ، دوزيرانو شورا او دکابينې غړو ، دملي امنيت دشورا رياست ، دقضايه قوې رياست ، لوى څارنوالي ، دملي شورا ددواړو مجلسونو رييسانو او غړو ، دهيواد په مرکز او ولايتونوکې ټولو دولتي ادارو او خلکو، امنيتي بنسټونو، عالمانو او روحانيونو ، جهادي شخصيتونو ، ټولنيزو علمي مدني او سياسي بنسټونو ، ملي سوداګرو ، خپلواکو سياسي شخصيتونو ، دقومونو مشرانو دشهيدانو معظمو کورنيو ، معيوبينو او معلولينو ، په هيواد کې داسلامي هيوادونو سياسي نمايندګيو او دافغانستان ټول اتل او پتمن ملت ته څرګندوي او دلوى خداى ( ج ) له دربار څخه په هيواد کې د سراسري سولې ، امنيت اوثبات او دافغانستان ټول مسلمان او ستر ملت ته دترقۍ او پرمختګ هيله کوي .
2 1 دقیقه لوستل