روغتیا

بې سرحده ډاکترانو په افغانستان کې روغتيايي حالت خراب اعلام کړ

-تهران  باختر دليندى  دوه ويشتمه :
   دبې سرحده ډاکترانو نړيوال سازمان اعلام وکړچې په افغانستان کې روغتيايي حالت مخ  په خرابوالى  دى
دبې سرحده ډاکترانو دسازمان رييس دوجن بـسلينګ  په يوه مرکه کې په افغانستان کې دروغتيايي حالت دمخ په خرابوالى  له امله انديښنه  څرګنده کړه
دافغانستان په برخه کې دبې سرحده ډاکترانو دسازمان رييس وايي چې خلک له لرې پرتو ښارونو او کليو  څخه يواځې خپل استوګنځي ته څيرمه دروغتيايي مرکزونو دنشتوالي په دليل زموږ مرکزونو ته راځي
ده داسپوتنيک له خبري اژانس سره په مرکه کې وويل دترسره  شويو څيړنو او تحقيقاتو له مخې له هغو ناروغانو څخه  چې زموږ مرکز ته مراجعه کوي له دغو ناروغانو څخه په سلو کې له پنځوسو څخه ترپنځه پنځوسو پورې وويل چې يواځې په خپل  استوګنځي  کې دروغتيايي  مرکز دنشتوالي په دليل زموږ روغتون ته راځي
ده دافغانانو لپاره دزياتو محدوديتونو شتون ته په  اشارې سره دخيريه سازمانونو دمالي مرستو دکمښت له امله انديښنه څرګنده کړه
ده زياته کړه طبي  سوابق  ښيي چې په تيرو لسو کلونو کې په افغانستان کې دروغتيايي خدمتونو کيفيت بيخي کم شوى دى
په حقيقت کې  دبي  سرحده ډاکترانو سازمان دټولنې د ټولو قشرونو لپاره دى که چيرې غواړى په يوسيمه کې شتون ولرې بايد ټول ښکيل ګوندونه په دې پوه شي چې تاسې څوک ياست .
دوجن بسـلينګ په پاى کې وويل چې برسرحده ډاکترانو سره له دې چې خپل ټول کړه وړه له کابل سره همغږي کوي  دافغانستان ددولت له لوري يې هيڅ راز مرسته نه ده ترلاسه کړې .   ختم_  ف _ اکرم

 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته