سیاست

په کابل کې د انګلستان سفیر د اجرائیه ریاست له لومړي مرستیال سره وکتل

کابل باختر دزمري دمياشتې ٢٣نيټه : په کابل کې د انګلستان سفیر ( سرنیکولاس کي) د اجرائیه ریاست له لومړي مرستيال انجنیر محمد خان سره د هېواد په روانو امنیتي، سیاسي او اقتصادي چارو خبرې وکړې. د اجراییه ریاست د ویاند دفتر باختر آژانس ته خبر ورکړ: د انګلستان سفیر (سرنیکولاس کي) د غزني پېښه یو لوی جنایت وباله او په دغه ناورین کې یې د قربانیانو له کورنیو سره د انګلستان حکومت او خلک شریک وبلل او زیاته یې کړه چې هېواد به یې له افغان حکومت سره اوږه په اوږه د ترهګرو ډلو پر وړاندې مبارزه وکړي. د انګلستان سفیر وویل: موږ چمتو یو چې د غزني له ولس سره په دغه بیړني حالت کې مرسته وکړو او زیاته یې کړه: هیله من یم چې د غزني پېښه د راتلونکي احتمالي اوربند مخه ونه نیسي او د سولې پر روانو خبرو او هلو ځلو ناوړه اغېز ونه لري. سفیر (سر نیکولاس کي) د راتلونکو ټاکنو په رڼوالي او شفافیت خبرې وکړې او دایې د افغانستان د راتلونکي لپاره برخه لیک ټاکونکې ټاکنې وبللې. د اجرائیه ریاست لومړي مرستیال د انګلستان له سفیر څخه مننه وکړه چې د غزني د وروستۍ پېښې په اړه یې ورسره غمرازي وکړه او زیاته یې کړه چې انګلستان په نړیواله کچه په ځانګړي ډول د افغانستان په قضیه کې مهم رول لري او هیله ورڅخه کېږي چې پر پاکستان فشار راوړي تر څو د دغه هېواد په خاوره کې د ترهګرو شته ځالې له مینځه یوسي او په افغانستان کې یوې سراسري سولې، امن او ثبات ته لاره هواره کړي. لومړي مرستیال وویل چې په نننۍ بېړنۍ غونډه کې چې د ولسمشر په ګډون به په کې لوړ پوړي چارواکي او خپلواکې مرستندویې ټولنې برخه ولري، د غزني د خلکو د لومړنیو اړتیاوو او همدارنګه د غزني ښار د زیانمن شوو تاسیساتو د بیا رغونې په اړه به بحث او خبرې وشي. لومړي مرستيال همدارنګه زیاته کړه: ډیر ژر به د غزني د پېښې د څرنګوالي په موخه یو لوړ پوړی پلاوی وټاکل شي او د دغې پېښې په اړه به تر پلټنو وروسته لازم اقدامات ترسره شي. پای – ذ

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته