کابل- باختر- د مرغومي د مياشتې ٧مه
د ننګرهار ولايت د غنې خېلو ولسوالۍ په چاټۍ سيمه کې د وسله والو مخالفينو له خوا ځای پر ځای شوی پنځه کيلو ګرامه ماين له چاودونې مخکې له منځه يوړل شو.
د ملي امنيت رياست د معلوماتو له مخې وسله والو مخالفينو غوښتل، چې دغه ماين سره د دغې سيمې بې ګناه وګړي او دولتي منسوبين شهيدان کړي؛ خو له چاودنې مخکې امنيتي ځواکونو کشف کړ او لمنځه يوړل شو.#
0 د یوې دقیقې څخه لږ