سیاست

د نیوجان ګروپ د ساختماني شرکت شکايت له اړوندو مسئولينو سره شریک شو

کابل_باختر د زمري د مياشتې٢مه
د مشرانو جرګې دويم نايب ډاکټر محمد آصف صديقي نن د نیوجان ګروپ د ساختماني شرکت شکايت له اړوندو مسئولينو سره شریک کړ.
د مشرانو جرګې مطبوعاتي دفتر باختر آژانس ته خبر ورکړ:
په دې کتنه کې چې د مجلس نايب منشي او يو شمېر سناتورانو هم حضور درلود؛ د نوموړي شرکت استازي وويل چي د اسنادو له برابرولو وروسته وتوانيد تر څو د د اوبو او انرژۍ وزارت له خوا د بلخ ولايت د شاديانو او د سمنګانوولایت د آب کلي سیمې د آب ګردانو بندونو د پروژوګټونکې اعلان شي چې  وروسته د ملي تدارکاتو کمېسيون له خوا ياد قرارداد فسخ او د څېړنې په موخه اړوندې مراجعو ته واستول شو،خو د ملي تدارکاتو کمېټې د دارالانشا رئيس څرګنده کړه چې د څېړنو وروسته په ډاګه شوه چې الکترونيکي آدرس او بانکي تضمين یي په يوه بهرني هېواد پورې اړه درلوده، ناسمه وه اوله  بهرني بانک سره يې رسميت نه درلود چې په دي اساس د ملي تدارکاتو کمېټې موضوع د کره والې په موخه د اقتصاد وزارت ته راجع کړه  او دم ګړۍ شرکت ترمحروميت لاندي راغلې او که چېرې داشرکت د بيا کتنې غوښتونکې وي، بايد ټول اړین اسناد د تدارکاتو کمېسیون د ارزونې کمېټې ته وړاندي کړي.
ورپسې ډاکټر صديقي د اړوندو مراجعو وغوښتل تر څو ټول شته مدارک او شواهد په هر اړخيزه توګه و ارزوي ، وروسته دي پايلې د پريکړې په موخه د ملي تدارکاتو کمېسيون ته پيشنهاد کړي.#

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته