سیاست

د افغانستان د اسلامي جمهوريت د بهرنيو چارو وزير دچين د ولسي جمهوريت د جمهوررئيس له مرستيال سره وکتل

کابل باختر د سلواغې د مياشتې ٧ : د افغانستان د اسلامي جمهوريت د بهرنيو چارو وزير صلاح الدين رباني پرون دچين دولسي جمهوريت د جمهور رئيس له مرستيال لي يوانچاو سره په بيجينګ کې دخلکو په ستره ماڼۍ کې وکتل. د بهرنيو چارو وزارت د وياند دفتر باخترآژانس ته خبر ورکړ : په دې کتنه کې دافغانستان د اسلامي جمهوريت د بهرنيو چارو وزير په افغانستان کې دسولې د بهير په لاره کې دافغانستان ، پاکستان ، د امريکا د متحده ايالاتو او د چين د څلور اړخيزې همغږۍ د ډلې د کار دپرمختګ په باب دچين دولسي جمهوريت د جمهوررئيس مرستيال ته معلومات ورکړل او په دې ډله کې يې ددغه هېواد رول رغنده او ارزښتناک وباله . دافغانستان دبهرنيو چارو وزير څرګنده کړه چې چين د باور وړ ګاونډي او ښه دوست په توګه، په وروستيو څوارلسو کلونو کې په بيلابيلو برخو کې له افغانستان سره ديادونې وړ همکارۍ کړې دي چې دافغانستان خلک او دولت د قدر په سترګه ورته ګوري او هيڅکله به هيرې نه کړي . دافغانستان دبهرنيو چارو وزير دغه راز دشانګهاى دهمکاريو په سازمان کې دبشپړ غړيتوب او دآسيايي بنسټونو دپانګونې په بانک کې دغړيتوب لپاره د افغانستان له غوښتنې سره د چين د هرکلي او په دې برخه کې د دغه هېواد د همکارۍ د ژمنې له امله مننه وکړه . د چين د ولسي جمهوريت د جمهوررئيس مرستيال په افغانستان کې سوله او ثبات په سيمه کې د سولې او ثبات په ګټه وبلل او دافغانستان په رهبرۍ او مالکيت د سولې له هڅوسره د دغه هېواد د ملاتړ د دوام ډاډ ورکړ. دچين د ولسي جمهوريت د جمهور رئيس مرستيال اقتصادي پرمختګ دسولې او امنيت لومړنى شرط وباله او ژمنه يې وکړه چې دغه هېواد به د افغانستان د بيا رغاونې او د اقتصادي پرمختيا لپاره خپلو همکاريو ته دوام ورکړي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته