ټولنه

په قندهارکې د تندر د لګيدو له امله دوه خويندې ووژلې شوې

کابل – باختر دوري دمياشتې ١٢
په قندهار ولايت کې د تندر لګيدنې له امله دوه خويندې ووژلې شوې.
د قندهار ولايت د ژيري ولسوالۍ امنيه قوماندان معصوم خان د باخترآژانس خبريال ته وويل: تېره شپه په دغې ولسوالۍ کې د باران د اورښت او د دغې ولسوالۍ د سنځري په ساحه کې د استوګنې په يو کور د تندر لګيدنې له امله دوه خويندې ووژلې شوې.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته