ورزش

د پامير ټيم اتل شو

کابل – باختر د وري دمياشتې ٤
د پامير د فوټبال ټيم په هرات کې د شل کلنو ځوانانو د جام د فوټبال د سياليو اتل شو.
دهرات ولايت د ورزشي آمريت مرستيال ضياالحق ضيا د باختر آژانس خبريال ته وويل: د شل کلنو ځوانانو د جام د فوټبال د سياليو پاى لوبه د پامير او جامي د ټيمونو ترمنځ ترسره شوه چې لوبه په قانوني وخت له نتيجې پرته پاى ته ورسيده، خو لوبه د پنالټي په ګوزارونو سره د دوو په وړاندې په څلورو سره د پامير د فوټبال ټيم په ګټه پاى ته ورسيده او دغه ټيم د دغو سياليو اتل شو.
دغه راز د جامي او ميوند ټيمونه دويم او دريم شول او د دغو سياليو د اخلاقو کپ د هيري ټيم ته ورکړ شو او د جامي له ټيم څخه محمد کريم ته د ګول د ښاغلي لقب ورکړ شو.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته