امنیت

نهه ويشت تنه ډاراچوونکي ووژل شول

 کابل باختر دوري دمياشتې ١٨ نيټه  :
د هېواد په بېلابېلو سيمو کې  د ملي دفاعي او امنيتي ځواکونو د چاڼيزو عملياتو په بهيرکې ٢٩ تنه  ډاراچوونکي ووژل شول.
دملي دفاع وزارت مطبو عاتي دفتر باخترآژانس ته خبر ورکړ:
د افغانستان ملي دفاعي او امنيتي ځواکونو  د هېواد په بېلابېلو سيمو کې د خلکو د ځان او مال د ساتنې  او  د ډار اچوونکو د ځپلو په موخه  ګډ عمليات تر سره کړل  چې له امله  يې  د څلورو تنو داعشيانو په  ګډون  ٢٩ تنه   ووژل شول  ،څلور تنه ټپيان  او يو مشکوک  سړي  ونيول شو ل.
سرچينه زياتوي چې په ترسره شويو عملياتو کې  يوه اندازه   وسلې او مهمات هم د افغان ځواکونو ترلاسه ورغلي دي.
  دغه   عمليات د ننګرهار، روزګان، هرات، فراه، بادغيس ، فارياب ، بدخشان  او د هلمند په ولايتونو  کې ترسره شوي دي. پاى سعيده

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته