امنیت

شپږ تنه وسله وال طالبان په بدخشان کې ووژل شول.

-کابل – باختر د ثور دمياشتې ٣١
په بدخشان ولايت کې دنويو نښتو له امله شپږ تنه وسله وال طالبان ووژل شول او نهه تنه نوريې ټپيان شول.
په بدخشان ولايت کې دوسله والو طالبانو د ډلې دوه تنه قوماندان ملاحسين او ملاصبغت الله هم په وژل شويو کسانو کې شامل دي.
جګړه پرون دبدخشان ولايت په وردوج ولسوالۍ کې په څو امنيتي پوستو دطالبانو له پراخ بريد وروسته ونښته او د شپې د دولسو بجو تر شاوخوا پورې يې دوام درلود.
د بدخشان ولايت امنيه قوماندان جنرال بابه جان دباختر آژانس خبريال ته وويل چې په دې جګړه کې دوسله والو طالبانو د ډلې اوو تنو قوماندانانو ملاحسين  او ملاصبغت په ګډون شپږ تنه وسله وال طالبان ووژل شول او نهه تنه نوريې ټپيان شول.
ويل کيږي چې ددغې پيښې په وژل شويو کسانو او ټپيانو کې څو تنه بهرني يرغلګر هم شامل دي.
جنرال بابه جان وايي چې يرغلګر دامنيتي ځواکونو له مقاومت وروسته تښتيدلي دي او دهغوى دموندلو او نيولو لپاره دپلټنې عمليات پيل شوي دي.
ده په دې نښته کې دپوځيانو دسر داحتمالي زيان په باب څه ونه ويل، طالبانو هم تراوسه پورې په دې اړوند څه نه دي ويلي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته