ټولنه

د هرات والي د هوشمندې دروازې مخترعان وستايل

١٧- کابل/ دمرغومي ١٢مه /باختر
د هرات پوهنتون يوې ډلې محصلانو چې له کرونا ويروس سره په مبارزه کې د هوشمندې دروازې په جوړولو بريالي شوي دي ، د هرات د والي له خوا وستايل شول
د مهسا قيومي، زينب محمدي ، فاطمه ذبيحي او همايون محمدي د هرات پوهنتون د کمپيوترساينس د پوهنځي محصلانو د هوشمندې دروازې په جوړولو اقدام وکړ چې د خلکو شمېرنه ، عفوني ضد او دغه راز د هغوى د بدن د حرارت درجه سنجوي.
د دغې دروازې کار داسې دى چې په لومړى پړاوکې د خلکو د تېرېدو په وخت کې په اتوماتيک ډول روښانه کېږي په دويم پړاوکې د شخص بدن په بشپړه توګه عفوني ضد کوي او په دريم پړاوکې د دغه شخص د حرارت درجه سنجوي.
دغه محصلان وايي که چېرې حکومت له دوى سره مالي ملاتړ وکړي کولاى شي د افغانستان د اړتيا وړ دغه شان دروازې جوړې کړي .
د دغې دروازې جوړونکو د زرو امريکايي ډالروپه لګښت په پنځو مياشتوکې دغه پروژه اجرا کړې ده .
په زياتې پانګونې سره د دغو دروازو وړتيا وې هم زياتېداى شي . د زياتې پانګونې اچونې په صورت او په دغو دروازو کې د فلزاتو د موندنې د اسکينر په درولوسره د جوماتونو ، مدرسو، ښوونځيو او په پوهنتونونوکې له دغو دروازو څخه د استفادې امکان شتون لري .
د هرات والي وايي چې د دغومحصلانودغې سترې پروژې ته به د حکومت پاملرنه جلب کړي .
ختم_ج_اکرم

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته