سیاست

اجراييه رييس: د افغانستان حکومت د ماشومانو په ملاتړ ژمن دى

کابل – باختر د سلواغې دمياشتې ٢٥
اجراييه رييس ډاکتر عبدالله عبدالله نن د ماشومانو په چاروکې د ملګرو ملتو د عمومي منشي له استازي ميرمن ليلى زروقي سره په سپيدار ماڼۍ کې د خپل کار په دفترکې وکتل.
د اجراييه رياست مطبوعاتي دفتر باختر آژانس ته خبر ورکړ :
په دې کتنه کې ميرمن زروقى په جګړه ځپلو سيموکې دماشومانو دملاتړ په لاره کې د خپلو پروګرامونو او کاري حوزې په باب اجراييه رييس ته معلومات ورکړل او هيله يې څرګنده کړه چې د افغانستان حکومت په دې ساحه کې خپل مسووليتونه د نړيوالو ژمنو په پام کې نيولو سره ترسره کړي.
اجراييه رييس د جګړې په سيموکې د ماشومانو د ملاتړ په لاره کې د دغه نسبټ د هلوځلو له امله د منننې په څرګندولو سره وويل: د افغانستان حکومت د ماشومانو قضيې او له هغو سره په ملاتړ ژمن دى او په دې برخه کې د ماشومانو د قوانينو او ملاتړ په برخه کې عملي ګامونه اخيستي دي.
اجراييه رييس دغه راز زياته کړه: د افغانستان حکومت چمتو دى د ملګرو ملتو له سازمان او نورو اړوندو بنسټونو سره په ټولو برخو د ماشومانو د ملاتړ او څيړنې په برخوکې مرسته او همکاري وکړي.
ميرمن زروقې په خپلو خبروکې هيله څرګنده کړه چې د افغانستان حکومت له حکومتي منابعو او له نړيوالومرستوڅخه په استفادې سره د بندي او اړو ماشومانو د څيړنې په برخه کې اساسي ګامونه پورته کړي.
ميرمن زروقي دغه راز زياته کړه: نړيوال بنسټونه او مرستندوى هېوادونه چمتو دي چې په دې برخه کې د افغانستان له حکومت سره هر اړخيزې همکاري وکړي.
ميرمن زروقي د خپلو خبرو په دوام زياته کړه: افغانستان د ماشومانو د ملاتړ په برخه کې بېلابېل نړيوال ترونونه لاسليک کړي دي. له همدې امله هيله لري چې له ماشومانو څخه په پوځي برخه کې د سرتيرو په توګه استفاده ونه شي .
اجراييه رييس په خپلو خبروکې يوځل بيا د ماشومانو د ملاتړ په لاره کې ددغه هېواد د ژمنو په عملي کولوکې د حکومت هر اړخيزه همکاري اعلام کړه .
په جګړه کې د سرتيري په توګه له ماشومانو څخه نه استفاده، د ماشومانو د بندي کولو د مخنيوي، له ماشومانو څخه هر اړخيز ملاتړ او د پوځي مرکزونو په توګه له ښوونځيو څخه نه استفاده له هغو قضيوڅخه وې چې په دې کتنه کې طرحه شوې.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته