امنیت

دوه تنه ماين ښخوونکي طالبان د خپل ماين قرباني شول

کابل باختر د لړم دريمه :
دوه تنه وسله وال طالبان په هلمند ولايت کې  دخپل ماين  قرباني شول .
دغه طالبان کله يې چې غوښتل دهلمند ولايت دمرکز لښکرګاه ښار په مربوطاتو کې يوې پوځي قرارګاه ته څېرمه واټ کې ماين ښخ کړي؛ ماين وچاوديد او دوى يې ووژل .
په هلمند ولايت کې د يوه امنيتي مقام د باختر آژانس خبريال ته وويل چې په دې پيښه کې دوه تنه ماين ښخوونکي طالبان ووژل شول.
ويل کيږي چې په دې پيښه کې ملکي وګړو ته زيان نه دى اوښتى.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته