اقتصاد

دپنځو مليونو افغانيو په لګښت په سمنګانو کې څلور سوه نوي بڼونه جوړيږي

کابل باختر دکب لسمه
په سمنګانو کې دميوو دسلګونو نويو بڼونو دجوړولو کار پيل شو .
ددغو بڼونو دجوړولوکار دنړيوال بانک په مالي مرسته دکرنې او اوبو لګولو وزارت دبنوالي او ملاداري دپروژو دپروګرام ( اچ _ ال _ پي )  له لارې پيل شوى دى
دسمنکانو  ولايت دکرنې او اوبو لګولو رياست دبڼوالي او مالداري دپروژو مسوول انجنير عبدالحميد خيرخواه دباختراژانس خبريال ته وويل، درا روان پسرلى په پروګرام کې  دنويوبڼونو  د جوړولو لپاره نږدې پنځه مليونه افغانۍ چې نيمايي يې دبڼوالو له خوا ورکول کيږي په پام کې نيول شوي دي .
دده دڅرګندونو له مخې، په پنځو مليونو افغانيو ټاکل شوې ده دسمنګانو ولايت دروي دواب ، حضرت سلطان ، خرم سارباغ ، بر دره صوف او دفيروز نخچير په ولسواليو او ددغه ولايت په مرکز ايبکو کې په شپږ سوه جريبه ځمکه کې څه دپاسه څلور سوه څلويښت نوى بڼونه جوړ شي .
خيرخواه وويل دوى ددغه پروګرام له لارې دوه سوه پنځوس دبادامو بڼونه ، شل د زردالو بڼونه ، اتلس د توري ګيلاس بڼونه  ، شپږ دشفتالو بڼو نه ، اته دناکو بڼونه او درې دفارموسا آلو بڼونه جوړوي .
  ده  څرګنده  کړه  چې ددغوبڼونو دجوړولو لپاره مو دکابل ، تخار ،  او دسمنګانو دولايتونو په فارمونوکې په زرګونو اصلاح شوي  پيوندي او روغ او سالم نيالګي چې هر نيالګۍ مو له پنځه ديرشو څخه تر پنځه اويا افغانيو پورې پيرودلي دي چې په بڼوالو دويشلو کار يې  دوام لري
ده  څرګنده کړه چې دغه نيالګي دسمنګانو په اقليمي شرايطوبرابر دي  او په يو جريب  ځمکه کې مو اته زره  افغانۍ پانګونه کړې ده او تجربو ښودلې ده چې دغه شان نيالګي  ښه  حاصلات ورکوي .
  خيرخواه زياته کړه چې په هر جريب ځمکه کې دمڼو ، زرد آلو ، ناکو او شفتالو شپږ شپيته  نيالګي او په همدې اندازه ځمکه کې دانکورو درې  سوه   دري ديرش ټاکونه  له شلو کيلوګرامو تورې سرې او درشقې  له دريو کيلوګرامو تخم سره ويشل کيږي .
په همدې حال کې دسمنګانو دمرکز يو بڼوال حاجي قربان چې له دغو پروژو څخه يې ګټه اخستې ده وويل نن ددغې موسسې له لارې دبادامو شپيته صفدربايي او قمبربايي ډوله  نيالګي راته راکړ شول .  چې همدا اوس دفني مامورينو په لارښوونه دهغو دايښودلو په حال کې  يم .
ده وويل هغه نيالګي  چې دموسسې له لارې ويشل شوي دي  دهغو نيالګيو په نسبت چې په بازار کې وړاندې کيږي قوي او اصلاح شوي دي هيله لرم چې په راتلونکې  کې له هغو څخه ښه حاصل ترلاسه کړم .
له بلې خوا  دسمنګانو ولايت دکرنې اواوبو لګولو دادارې مسوولينو ددغه شان فني او ستندردبڼونودجوړولو له امله خوښى څرګنده کړه .
دسمنګانو ولايت دکرنې او اوبو لګولو درياست سرپرست سيدرفيع الله روشن زاده باختراژانس ته وويل، څرنګه چې دافغانستان دبڼوالۍ او مالدارۍ بنسټ دکرکيلي ، بڼوالۍ او مالدارۍ په پراختيا کې دى په همدې دليل دکرنې او اوبو لګولو وزارت له څلورو کلونو راپديخوا دنړيوال بانک په مالي مرسته دهيواد په کچه  په فني ډول دنويو بڼونو په جوړولو پيل کړى دى .
دده دڅرګندونو له مخې، ددغو بڼونو دجوړولو هدف د دوديزو بڼونو وده  او پرمختيا او په هيواد کې دميوې د توليداتو او بهر ته دصادراتو دکچې لوړول دي چې له دې لارې معياري ميوه توليد کړو او دسيمې له هيوادونوسره دسيالۍ  جوګه شو .
روشن زاده زياته چې ددغه پروګرام له لارې په تيرو څلورو کلونوکې دسمنګانوولايت په مرکز او اړوندو ولسواليو کې ددوه زره درې سوه اووه څلويښت جريبه ځمکې په ساحه کې دانګورو ، بادامو ، زردالو ، ګيلاسو ، شفتالو او دمڼو بڼونه جوړ شوي دي .چې ددغه شان بڼونو دجوړولو کار به په  راتلونکو کلونوکې دوام ومومي .
 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته