سیاست

حامد کرزي له محمد امین کریم سره وکتل

کابل باختردتلې د مياشتې  ٦  :
د افغانستان پخواني جمهور رئیس حامد کرزي د سه شنبې په ورځ د محمد امین کریم په مشرۍ د حزب اسلامي له پلاوي سره د خپل کار په دفتر کې وکتل.

دحامدکرزي دفترباخترآژانس ته خبرورکړ.
په دې کتنه کې د حزب اسلامي پلاوي له دغه حزب سره د سولې لپاره د حامد کرزي هلې ځلې وستایلې او د انجینر ګلبدین حکمتیار په استازیتوب یې، حامد کرزي ته په هغې غونډه کې د ګډون بلنه ورکړه چې په نږدې راتلونکي کې د افغانستان د حکومت او حزب اسلامي تر منځ د سولې د موافقه ليک د لاسلیک په موخه جوړېږي.
حامد کرزي د ګلبدین حکمتیار د بلنې له امله په مننې سره، د سولې له پروسې سره د حزب اسلامي دپيوستون له امله خوښي څرګنده کړه، دغه نېک اقدام یې په هېواد کې د سولې، آرامۍ او ورورګلوي د فضا د ټینګښت لپاره یو ارزښتمن ګام وباله او هیله یې څرګنده کړه چې د حزب اسلامي راتګ به د سولې ممد واقع شي.
پخواني جمهور رئیس زیاته کړه د افغانستان خلک هره ورځ د پردیو ګټو لپاره وژل کېږي نو پکار ده چې د افغانستان ټول خلک په اتحاد او اتفاق د دغه ناورین مخه ونیسي.
 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته