سیاست

اعلاميه

کابل باختر د چنګاښ دويمه :
دافغانستان داسلامي جمهوريت داجراييه رياست اعلاميه
په ژورې خواشينۍ  سره مو خبر ترلاسه کړ چې  سخت زړو او تور زړو تروريستانو په  هلمند ولايت کې دکابل بانک په دفتر  په بريد سره   زموږ يو شمير مظلوم  هېوادوال شهيدان او يوشمير نور يې ټپيان کړي دي .
دسږ کال روژه زموږ خلکو دهېواد په ګوټ ګوټ کې خونړۍ او دردونکي وه په بيګناه  روژتيانو  ډار اچوونکي بريدونه ،  په جنوب کې دخوست له ولايت څخه پيل شول او دننګرهار  ، کابل ، پروان ، جوزجان ، فارياب ، او دتخار دولايتونو په ګډون دهېواد په څلورو څنډو کې دوام وموند .
  جنايتکار تروريستان چې زموږ  د زړورو امنيتي ځواکونو او سرتيرو په وړاندې دجګړې  په ډګرونو کې له ماتې سره مخامخ  شوي دي په ځانمرګو  او چاوديدونکو بريدونو سره بې دفاع ملکي وګړي او خلک په نښه کوي. تروريستان په دغه شان ړندو  او ناځوانمردانه بريدونو سره دخپلو ناکاميو او ماتو د جبيره کولو په لټه کې دي .
هغوى داسې  فکر کوي چې په ترور ، ډار اچونې او وحشت سره کولاى شي مخ په وړاندې دافغانستان ديون مخه ونيسي خو دافغانستان خلکو ثابته کړې ده چې ترور او تاوتريخوالي  ته به تسليم نه شي .
په هلمند کې دکابل بانک په دفتر دمزدورو  طالبانو دبريد دغندلو په ترڅ کې دپيښې شهيدانو ته دفردوس جنت او ټپيانو ته دبيا روغتيا هيله کوو.
دهلمند امنيتي ځواکونو اومسوولينو ته لارښوونه کوو چې ددغې وحشيانه پيښې عاملان ونيسي او دقانون منګولو ته يې وسپاري .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته