امنیت

ناتو د افغانستان د امنيتي او دفاعي ځواکونو د روزنې، بشپړولو اوسمبالو بهير ته دوام ورکړي

کابل باختر دغبرګولي دمياشتې ٣٠ :
د ناتو د سازمان يو مقام وايي چې دغه سازمان د افغانستان د امنيتي او دفاعي ځواکونو د روزنې سمبالولو او بشپړولو په برخوکې خپلو همکاريو ته دوام ورکوي.
د ملي دفاع وزارت  مطبوعاتي دفتر باختر آژانس ته خبر ورکړ:
د ملي اردو لوى درستيز  جنرال قدم شاه شهيم نن  د ناتو د ښوونې او روزنې له لوى قوماندان  جنرال (مرسي اى) سره چې د کابل په سفر بوخت دى؛ وکتل.
په دې کتنه کې د وروستيو امنيتي پرمختياوو، د افغان امنيتي او دفاعي  ځواکونو د ښوونې او روزنې د بهير او د دغو ځواکونو د سمبالولو او بشپړولو  د څرنګوالي په باب خبرې وشوې.
د ملي اردو لوى درستيز د دغو مسئلو په باب معلومات ورکړل او د ناتو د سازمان د ښوونې او روزنې لوى رئيس دافغانستان له دفاعي او امنيتي ځواکونو سره ددغه سازمان په همکارۍ باندې ټينګار وکړ.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته