امنیت

په لوګرکې د سولې په ملاتړغونډه جوړه شوه

کابل  باخترد   غبرګولى  دمياشتې  ١ :
په لسګونو تنو عالمانو، قومي مشرانو او مخورو د سولې د تامينولو  د لارو چارو د موندلو په خاطر پرون په لوګرولايت کې غونډه وکړه .
دلوګر له ولايت څخه دباختر دخبريال دخبرله مخې: په دې غونډه کې د لوګر والي ارسلاجمال، د ولايتي شورا رييس عبدالوکيل ، د سولې  د شورا رييس، قومي  مشرانو او مخورو د سولې د ارزښت په باب هر اړخيزې خبرې وکړې او د سولې په تامينولوکې يې د عالمانو او مشرانو رول مهم اوضروري وباله .
وروسته يو تن ديني عالم مولوي عطاالله د اسلام له نظره د سولې د ارزښت په باب  خبرې وکړې او په اوسنيو شرايطوکې يې خلکو ته سوله يوه مهمه او ضروري اړتيا وبلله .
دغه راز د سولې  د شورا رييس په هيوادکې د سولې د تامينولو په لاره کې د عالمانو رول ارزښتناک وباله.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته