کابل – باختر دتلې دمياشتې ٢١
هغه سړى چې دشرابو په څښلو يې اقدام کړى و دهرات ولايت داستيناف محکمې دحکم له مخې اتيا درې ووهل شو.
تورن چې دشرابو په څښلوبر سيره د يوتن دټپي کولو سبب هم شوى ودنغدي جريمې د ورکولو په سزا هم محکوم شو .
دهرات ولايت داستيناف محکمې درياست سرپرست قضاوت وال خدابخش روشنفکرباختراژآنس ته وويل : تورن دجزا د ديوان په علني قضايي غونډه کې په سزا محکوم شوې دى .