نړۍ

په ايران کې دکورني وژنو شمير

تهران ترندنيوز دوږي دمياشتې ١٨ :
دايران دامنيتي ځواکونو درپوټ له مخې، په دغه هيواد کې دکورنيو وژنو په سلو کې شپږښځو دخپلو ميړونو په نسبت عملي کړي دي.
په هغو شميرونو کې چې دايران دامنيتي ځواکونو له خوا شوي دي دغه راز ويل شوى دى چې دنارينه و له خوا دښځو پرخلاف ناڅاپي بريد يا ګواښ اودهغو دميړونو له خوا دتاوتريخوالي کول دګواښنو وژنو  اصلي عامل دي.
دهمدې خبرله مخې په سلو کې  دري ويشت  هغه وژنې چې په ١٣٩٠ کال کې په ايران کې رامنځته شوي دي  کورني وژنې دي او د دغو وژنو په سلو کې شپږدخپلو ميړونو وژل و.
په سلو کې اووه شپيته ښځې چې خپل ميړونه يې وژلي دي ددغه کارعلت يې دميړونو خيانت بللي دي .
په دې ترڅ کې په سلو کې دري ديرش ښځې دنارينه و دتاوتريخوالي اويا ناڅاپي بريد اوګواښ په وړاندي غبرګون دميړونو  دوژنې اصلي علت بللى دى.
دتهران  امروز ورځپانې  درپوټ له مخې په سلو کې پنځه نوى ښځې چې خپل ميړونه يې وژلي دي  له پخواني پلان سره يې دغه کار کړي دي په داسې حال کې چې نارينه زياتره ناڅاپي  عصبانيت اودياشک لرلو له امله دخپلې ميرمنې په وژنې لاس پورې کوي .
 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته