امنیت

د اندړو ولسوالۍ د پرمختيايي شورا رييس ووژل شو.

کابل – باختر دليندۍ دمياشتې ٢٣
طالبانو تيره شپه اندړو ولسوالۍ  دپرمختيايي شورا رييس په  ډزو سره وواژه.
داندړو ولسوال محمد قاسم ډيسوال باختر آژانس ته وويل :
طالبانو د اندړو  ولسوالۍ دپرمختيايي شورا رييس   محمدظاهر له خپل کور     څخه بهرکړ  او  ډزې يې  پرې وکړې .
ويل کيږي پوليسو  په دې باب څيړنې پيل کړې  دي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته