امنیت

دنيمروز ولايت اتيا تنو دولتي کارکوونکو دانسان دقاچاقو دمخنيوي لارې چارې زده کړې .

کابل باختر د ليندي لومړى :
دنيمروز ولايت دنظامي اوملکي ادارو اتياتنو کارکوونکو دانسان دقاچاقو دزيانونو او ددغې کرغيړنې  پديدې دمخنيوي لارې چارې زده کړې .
  دغو دولتي کارکوونکو په يوه روزنيز پروګرام کې  چې دهاجر دنړيوالې  موسسې له خواددريو ورځو لپاره په زرنج ښار  کې جوړ شوى و  . دانسان  دقاچاقو تعريف  او مفاهيم او ددغې پديدې له امله دزيانمنو شويو کسانو دپيژندنې لارې چارې زده کړې او هم يې له هغې سره دمبارزې دقانون په باب  معلومات ترلاسه کړل .
  ختم_ ف _ اکرم

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته