فرهنګ

په کابل کې يوښوونځي دمحمدصديق افغان په نامه ونومول شو

کابل  باختردکب  دمياشتې  ٥ :
دنړۍ  دفيلسوف  محمدصديق افغان دغوره خدمتونو په درناوي دکابل دخيرخانې ميني په ساحه کې  يو ښوونځي  دمحمدصديق افغان په نامه ونومول شو.
دباختراژانس دخبرله مخې  ددغه خصوصي ښوونځي دپرانستلو په مراسمو کې ددغه  ښوونځي بنسټ ايښودونکې اومسوولې وحيدي احمدي خبري وکړي او ويې ويل دنړۍ فيلسوف  محمدصديق افغان  دعلمي مقام په درناوي دغه ښوونځي يې دمحمدصديق افغان په نامه نومولى دى.
دى زياته کړه په دې ښوونځي کې    وړکتون  له دوري څخه تردولسم ټولګي پوري زده کوونکې منل کېږي  اوهلي حلي شوي دي  چې ددغه ښوونحي  دزده کوونکو تدريسي نظام  له منل شويو نړيوالو معيارونو عيارشي .
دنړۍ فيلسوف محمد صديق افغان  هم په دغو مراسمو کې دعلم اوپوهنې  دزده کړي  دارزښت  په باب خبري وکړي او زده کوونکې يې  دعلم اوپوهي زده کړي ته وهڅول .
ده وويل  چې دښوونې اوروزنې  له لاري کولاي شو  هيواد دپرمختګ او ابادي په لور رهبري  کړو او دغه راز له دغه ښوونځي سره يې خپله همکاري څرگنده کړه.
 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته