امنیت

په هرات ښارکې د يوه صراف وژل کيدل

کابل – باختر د زمري دمياشتې ١٢
په هرات ولايت کې د يوه سړي د بريد له امله يو صراف ووژل شو.
پوليس وايي چې دغه يرغلګر د دغه صراف د پيسو د لوټولو په نيت د هرات ښار د ملک شهر د دروازې په نامه سيمه کې د دغه صراف دوکان ته ورغلى و، خو کله چې په دې پوه شو چې دى د پيسو ورکولو ته نه حاضريږي؛ هغه يې وواژه.
دغه پيښه په رڼا ورځ او د لارويانو د سترګو په وړاندې د هرات ښار په يوه ډيرګڼ ميشته سيمه کې رامنځته شوه.
د هرات ولايت د امنيې قوماندانۍ ويندوى عبدالرووف احمدي د باختر آژانس خبريال ته وويل چې يرغلګر د امنيتي ځواکونو له خوا نيول شوى دى .
په هرات ولايت کې د پوځيانو ترور، غلا او تروريستي بريدونو زور اخستى دى .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته