کابل/ د سلواغې۳۰ مه/ باختر
د هلمند امنیه قومانداني خبر ورکوي چې د دغه ولایت په نهر سراج ولسوالۍ کې د وسله والو طالبانو ۴ پټنځایونه او ۷ سنګرونه له منځه وړل شوي دي.
د امنیې قوماندانۍ ویاند محمد زمان همدرد د باختر آژانس سیمه ييز خبریال ته وویل چې افغان ځواکونو په نهر سراج ولسوالۍ کې چاڼیز عملیات ترسره کړل چې په پايله کې د وسله والو طالبانو ۴ پټنځایونه ،۷ سنګرونه او ۱۸ ځای پرځای شوي ماینونه له منځه يوړل شول.
ویل کېږي په عملیاتوکې افغان ځواکونو ته زیان نه دی اوښتی.
پای/وصال
0 د یوې دقیقې څخه لږ