امنیت

په ننګرهار کې د اسلامي امارت ځواکونو يوه ماشومه د انسان تښتوونکو له منګولو خلاصه کړه

کابل / د لړم ۲۳ مه / باختر
په ننګرهار کې د استخباراتو منسوبینو د انسان تښتوونکو له منګولو یوه ماشومه آزاده کړه او په تړاو یې شپږ تنه ونیول شول.
د ننګرهار د استخباراتو رییس ډاکتر بشير وايي: هغه ماشومه يې د انسان تښتوونکو له منګولو خلاصه کړه او خپلې کورنۍ ته يې وسپارله چې ٨ مياشتې وړاندې د مومندرې ولسوالۍ له ډهکې سيمې څخه تښتول شوې وه، هغه وايي چې د قضیې په تړاو شپږ تنه نیول شوي دي.
د استخباراتو رییس زیاتوي چې دغه راز د جنايي جرمونو په تړاو ۵ نور کسان هم نیول شوي دي. ن/ر

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته