امنیت

۴۴ تنه وسله والو مخالفينو ته مرګ ژوبله واوښته

کابل باختر دسلواغې دمياشتې درې ويشتمه
په روزګان ولايت کې دګډو امنیتي ځواکونو د چاڼيزو عملياتو له امله د دولت ۴۴ تنو وسله والو مخالفينو ته مرګ ژوبله واوښته.
د روزګان ولايت د امنيه قوماندانۍ دامنيت امر نورزي باختر اژانس ته وويل چې  د دغه ولايت په شمال ختيځ کې د کاريځ او پروشې په سيمو کې د چاڼيزو عملياتو له امله  نهه ويشت تنه وسله وال مخالفين ووژل شول او پنځلس نور يې ټپيان شول.
دی وايي په دغو عملياتو کې امنيتي ځواکونو ته زيان نه دی اوښتی او د وسله والو مخالفينو يو شمېر درندې او سپکې وسلې د امنيتي ځواکونو لاس ته ورغلي دي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته