ټولنه

د عالمانو سراسري شورا: دواړه کاندیدان دې اختلافات د مذاکرې له لارې حل او ډیر ژردې د ملي وحدت حکومت جوړکړي

کابل باختر د وږي  دوه ويشتمه :
د افغانستان جمهوررئیس حامدکرزي د هېواد د عالمانو د سراسري شورا له رئیس او غړو سره وکتل.
دجمهوري رياست مطبوعاتي دفترباختراژانس ته خبرورکړ.
په دې کتنه کې چې نن غرمه په ارګ کې ترسره شوه، د افغانستان د عالمانو د سراسري شورا مصوبه د دغې شورا د غړي شیخ خدا بخش محسني لخوا ولوستله شوه.
په دې مصوبه کې د هېواد د عالمانو سراسري شورا، د جمهوري ریاست په دواړو کاندیدانو غږ کړی چې خپل اختلافات د مذاکرې او مفاهمې له لارې حل کړي او ډیر ژر د ملي وحدت د حکومت په جوړولو لاس پورې کړي او له دې زیات د افغانستان اتل او مسلمان ملت په انتظار کې پرې نه ږدي.
د عالمانو شورا په مصوبه کې د پغمان غم لړلې او شرموونکې پیښه غندلې شوې او له لوړو محکمو او پخپله له جمهوررئیس څخه غوښتنه شوې چې په جنایتکارانو د ابتدایه محکمې لخوا د اعدام  حکم تائید او عملي کړي تر څو نورو ته د عبرت او په هېواد کې د امنیت د ټینګښت سبب شي.
جمهوررئیس حامدکرزي د هېواد د عالمانو د سراسري شورا پریکړې وستایلې، ويې ویل: تاسو لکه د تل په څېر نن هم  د هېواد د مهمو ملي مسلو په اړه خبرې وکړي چې د جمهوري ریاست دواړوکاندیدانو ته پکې توصیه او سپارښتنې موجودې وې.
جمهوررئیس کرزي د جمهوري ریاست انتخاباتو ته د اشارې په ترڅ کې وویل: نن ما د جمهوري ریاست له دواړو کاندیدانو ډاکتر اشرف غني احمدزي او ډاکتر عبدالله عبدالله سره وکتل او " په دوی کې مې د همکارۍ، شوق او د تفاهم د هيلې فضا ډیره ښه وموندله" چې انشا الله په راتلوونکو یوه یا دوه ورځوکې به  موضوع حل او د دوی ترمنځ به شوې موافقه نهایي شي چې نږدې نهایي شوې هم ده. ستاسو عالمانو نننی تشویق او توصیه به هرومرو موضوع چټکه کړي.
د هېواد جمهوررئیس پغمان ته څيرمه د غلا او بې حرمتۍ پیښې ته د اشارې په ترڅ کې وویل: له دغې ناروا پیښې څخه په خبریدو سره مې قاضي القضات ته وویل چې د دغه ناوړه عمل ترسره کوونکو ته باید شدیده جزا ورکړل شي.ما قاضي القضات ته د جمهوررئیس په توګه نه، بلکې د افغانستان د یوه اوسیدونکي په توګه خپله هیله څرګنده کړه. خو اوس چې محکمې پر دغو جنایتکارانو باندې د اعدام حکم صادرکړی دی، زه د افغانستان د جمهوررئیس په توګه دغه حکم تائیدوم اوکله چې د محکمولخوا دغه حکم نهایي شو د تطبیق لپاره به یې په علني ډول اقدام وکړم.
په کتنه کې د افغانستان د عالمانو د سراسري شورا رئیس مولوي قیام الدین کشاف په تېرو ۱۲ کلونو کې د هېواد دیني عالمانو ته د جمهوررئیس حامد کرزي د پاملرنې له امله مننه وکړه، ويې ویل: تاسو تل د عالمانو عزت او درناوی کړی دی.
مولوي کشاف وویل: عالما ن قدر پیژندونکی قشر دی. د هېواد عالمان د معنوي رهبرانو په توګه له تاسو سره اوس ښې اړیکې لري، په راتلونکې کې به تاسو ته د خپل ملي زعیم په توګه وفادار پاتې شي او ستاسو عزت او احترام به کوي دا ځکه چې د عزت وړ یې.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته