سیاست

د سولې بهیر پېچلی دی او هراړخیز چلند غواړي

کابل / د لړم ۲۲ مه / باختر
څلور لسیزې کېږي چې په افغانستان کې جګړه دوام لري. تاریخ دا ثابته کړې ده: هرڅومره چې جګړه اوږده شي، همغومره لا پېچلې کېږي، ګڼ اړخونه مومي او حل یې تر پخوا ډېر ستونزمن کېږي. د همدغه ټکي په پام کې نیولو سره، د سولې بهیر خورا پېچلی دی اوهراړخیز چلند غواړي.
د باختر آژانس سیاسي مفسر دې ستونزې ته کتنه کړې ده او لیکي:
په افغانستان کې جګړې ته د پای ورکولو او سولې ته د رسېدلو لاره خورا ستونزمنه، پېچلې، کږه وږه او له کندو کپرو ډکه ده. ترټولو مهمه ستونزه دا ده چې په دغه بهیرکې ګڼ کورني او بهرني اړخونه ښکیل دي او هر اړخ له خپل لیدلوري له دغه بهیرسره چلند کوي. هر لوری کوښښ کوي چې د سولې په خبرو کې خپلې ګټې ولټوي او تر هغه بریده د سولې ملاتړ کوي چې د ده خپلې ګټې په کې خوندي وي.
د دغه راز چلند پلویان د ستونزې نور اړخونه له پامه غورځوي او ارزښت نه ورکوي. دا چې د سولې بهیر دومره ځنډنی شو، ښایي یو بنسټیز علت یې همدا وي.
د سولې بهیر هر اړخیز چلند غواړي، که کوم ښکیل لوری په دغه بهیرکې خپلې ګټې لټوي، نو باید د نورو لوریو ګټو ته هم یو څه پام وکړي.
د سولې لپاره د افغانستان د جمهوررییس نوې طرحه د همدغه هر اړخیز چلند پر بنسټ ولاړه ده. په دې طرحه کې ټول ښکیل لوري رانغاړل شوي دي: د امریکې متحد ایالتونه، ناټو، طالبان، پاکستان، ګاونډي هېوادونه، د سیمې هېوادونه، اسلامي نړۍ، لوېدیځ او نړیوال سازمانونه. دوی ټول په یوه نه یوه بڼه د افغانستان په پېچلې موضوع کې ښکیل دي.
د سولې هر راز هوکړه او پرېکړه به یوازې هغه مهال هراړخیزه وي چې دا ټول اړخونه په کې راونغاړل شي، د هغوى ملاتړ تر لاسه شي، د هغوی اندېښنې ځواب شي
او دا هم څرګنده ده چې یوازې د دغه راز هر اړخیزې موافقې پر بنسټ رامنځ ته کېدونکې سوله دوام موندلی شي.
د سولې په بهیر کې ترټولو مهمه خبره په کوردننه هر اړخیزې ملي اجماع ته رسېدل دي. حکومت، ټولې سیاسي ډلې، ټولنیز جوړښتونه، رسنۍ، مدني ټولنه، قومي مشران، دیني عالمان، د بشري حقونو فعالان او نور باید د سولې په ګډ ملي سنګرکې ودرېږي.
همدارنګه وسله وال مخالفان هم باید نور دا واقعیت درک کړي چې جګړه د ستونزې د حل لاره  نه ده او دوی نه شي کولای د جګړې له لارې خپلې موخې ترلاسه کړي. د جګړې دوام د افغانانو د وژنې او د هېواد د ورانۍ  د لړۍ له دوام پرته، بله پایله نه لري.
کله چې موږ په کور دننه د اجماع خبره کوو، نو موخه مو دا ده چې د وسله والومخالفانو په ګډون ټول افغانان باید د سولې په اړه یو ګډ دریځ ته ورسېږي. کله چې په کور دننه پیاوړې ملي اجماع رامنځ ته شي، نو بیا د سولې له نورو اړخونو سره توافق ته رسېدل آسانه کېږي.
له دې امله د هېواد د تاریخ په دغه ډېر حساس پړاو کې باید  ټول دغه ډول اجماع ته په رسېدو کې مرسته وکړي او په دې برخه کې خپل ملي او اخلاقی مسوولیت سر ته ورسوي.
پاى/ن.ش 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته