پل علم باختر دزمري دمياشتې ١٠ :
اته تنه ډار اچوونکي پرون په لوګر ولايت کې ووژل شول.
د لوګر ولايت د امنيې قوماندانۍ وياند شاهپور احمدزي باختر آژانس ته وويل : دغه ډار اچوونکي د لوګر ولايت په بره کي برک او خوشي ولسواليو او د پل علم ښار په مربوطاتوکې په امنيتي پوستو د بريدونو په بهيرکې ووژل شول.
احمدزي زياته کړه: په دغو بريدونوکې دغه راز اووه تنه نور ډار اچوونکي ټپيان شوي دي او د دښمن يو هاوان هم ويجاړ شوى دى.
ده زياته کړه: په دغو پيښوکې افغان ځواکونو ته زيان نه دى اوښتى.
0 د یوې دقیقې څخه لږ