کابل – باختر دتلې دمياشتې ٢٩
درې تنه وسله وال طالبان په هلمند ولايت کې په امنيتي پوستو بريد وکړ چې له امله يې ووژل شول او درې تنه نور طالبان ټپيان شول .
دهلمند د والي ويندوى عمرځواک باختر آژانس ته وويل: طالبانو تيره شپه د ناوې ولسوالۍ په تريخ ناورسيمه کې د پوليسو په پوستو بريد وکړ چې دپوليسو دځواکونو په مقاومت مخامخ شو او له امله يې درې تنه طالبان ووژل شول او درې تنه نورټپيان شول .
په دې نښته کې دپوليسوځواکونو ته د سر زيان نه دى اوښتى .
ديوبل خبرله مخې: دننګرهار ولايت په جلال آباد ښارکې دپوليسو په واسطې دماين د چاودنې له امله يو پوليس ټپي شو.
0 د یوې دقیقې څخه لږ