امنیت

په پکتيا کې د پنځو طالبانو وژل کېدل

کابل/ باختر/ د چنګاښ ٢٣ مه  
پنځه  وسله وال طالبان تيره شپه په پکتيا  کې ووژل شول.
د ٢٠٣تندر قول اردو د مطبوعاتي دفتر سرپرست ايمل مومند باختر آژانس ته وويل:  دغه  وسله وال طالبان  د پکتيا د جانې خېلو ولسوالۍ په مربوطاتو کې د دې قول اردو دمنسوبانو د ګزمې په وخت کې ووژل شول او پنځه نور يې ټپيان شول .
د يوبل خبرله مخې: د ٢٠٣ تندرقول اردو د ماين پاکولو ټيم ١١ ماينونه دغزني  او پکتيکا ولايتونو له مربوطاتو څخه کشف او شنډ کړل.
پاى ذ

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته