امنیت

لس تنه يرغلګر طالبان له يوې اندازې چاويدونکو توکوسره ونيول شول

کابل – باختر دلړم دمياشتې ١٣
لس تنه وسله وال طالبان پرون په ننګرهار ولايت کې  دپوځي عملياتو په بهيرکې له يوې اندازې  چاوديدونکو سره ونيول شول.
دغه وسله وال طالبان کله چې  په تروريستي فعاليتونو بوخت وو،  دسره رود ولسوالۍ  له مربوطاتو څخه ونيول شول .
دننګرهار دوالي ويندوى احمدضيا عبدالرزي باخترآژانس ته وويل : دغه طالبان دافغان ځواکونو  ددوو جلا جلا عملياتو په بهيرکي ونيول شول.
دننګرهار دوالي ويندوى وايي  چې ددغو عملياتو په بهيرکې افغان ځواکونو او ملګي وګړو ته زيان نه دى رسيدلى .
  دغه عمليات دملي اردو اودملي پوليسو دځواکونوله خوا خلکو ته دښه امنيت دتامينولو  ، دطالبانو له شتون څخه دسره رود دولسوالۍ دپاکولو او دانتخاباتو بهيرته دخوندي فضا درامنځته کولو په مقصد ترسره شول.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته