اقتصاد

د ۱۰ ميليونو افغانيو په لګښت د شلو ښوونځيو د بيا رغولو چارې پیل شوې

قندهار باختر د وږي د میاشتې ۲۱ مه
د قندهار ولايت په مرکز او  یو شمېر ولسواليو کې د څه کم لسو ميليونو افغانيو په لګښت د شلو ښوونځيو د بيا رغولو چارې پیل شوې.
د قندهار د والي مرستيال عبدالحنان منيب باختر اژانس ته وويل چې د روان مالي کال تر پايه به د دغو ۲۰ ښوونځيو د بيا رغولو چارې بشپړې شي.
منیب وویل چې دغه راز به په نږدې راتلونکي کې د دغه ولایت دمعارف رياست له خوا د شپږو ميليونو افغانيو په لګښت ښوونځيو ته قرطاسيه او فرشونه هم واخيستل شي.
د له خلکو هم هيله وکړه چې د معارف په جوړولو کې ورسره همکاري وکړي.
د قندهار د معارف رېیس عبدالقادر پيوستون بيا وويل چې د دغو۲۰ ښوونځيو د بيارغونې چارې د معارف رياست د انکشافي بودجې په مټ سره ترسره کېږي چې څه کم لس ميليونه افغانۍ لګښت به پرې راشي.
هغه زياته کړه په پلان کې لري چې سږ کال د زيات شمېر ښوونځيو ودانۍ ورغوي او ۴۷ ښوونځي هم بيا پرانيستل شي.
پای/وصال

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته