نړۍ

پاکستان انديښنه لري

 کابل باختر د وري  دولسمه
   په داسې  حال  کې چې پاکستان په افغانستان کې دناتو دځواکونو پرمخ دترانزيتي لارې پر تړل کيدو زور اچوي  امريکا او ناتو ، په افغانستان کې خپلو ځواکونو ته دبديلو اکمالاتي  لارو  دموندلو په لټه کې دى .
داسې نښې نښانې شته چې امريکا او په افغانستان کې يې  لويديځ انډيوالان له هغه وروسته چې دناتو دمالونو پرمخ دپاکستان دترانزيتي  لارې دبيا پرانستلو په باب يې له پاکستان سره پرله پسې هلې ځلې بي نتيجې پاتې  شوې دبديلو لارو دموندلو په فکر کې دى .
افغانستان اوس ديوه  ترانزيتي  هيواد په توګه دامريکايي مقاماتو دپاملرنې  وړ  ګرځيدلى دى هغه هيواد چې له پاکستان سره پخواني دښمني لري او پاکستان تل هلې ځلې کړي دي چې ددغه هيواد ( افغانستان ) په شمال کې  دهند دشتون  خنډ وي .
په دې وروستيو وختو کې دپنتاګون دلوژستيکي برخې مرستيال جنرال فرانګ پانتر دامريکا دسنا مجلس  فرعي کميسيون ته  څرګندونې وکړې او  ويې ويل موږ دافغانستان په لور دخپلې ترانزيتي لارې دبيا پرانستلو په مقصد له پاکستان سره په خبرو کې پاتې راغلو موږ اوس دافغانستان شمال يعني دمنځني اسيا او هند لارې ته پاملرنه لرو  سره له دې چې دامريکا داردو دغه جګپوړي مقام په منځني اسيا اوهند دتمرکز خبري کوي دخپلو اکمالاتو لپاره دغه دوې لارې اقتصادي نه  بولي .
  سره له دې چې هندي مقاماتو دفرانک جونز  دوروستيو  څرګندونوپه اړوند کومه تبصره نه ده کړې  خو دغه هيواد په تيرو وختونو کې هم  دهغه امکان چې وکولاي شي دتروريزم پرخلاف دمبارزې لارې چارې ګړندي کړي ملاتړ کړى دى  له بلې خوا له هندڅخه افغانستان ته دترانزيتي  لارې دبيا پرانستلو په باب دامريکا دمتحده ايالاتو اقدام کولاي شي پاکستان چې تل په افغانستان کې دهند د رول دکمزوري  کولو په لټه کې دى  ، غبرګون ته اړ باسي که چيري دهند له لوري دترانزيتي لارې دبيا پرانستلو په باب دامريکا پروګرام عملي بڼه غوره کړي .
له شک پرته به پاکستان  امريکا ته زيات امتيازات ورکړي  چې هند تجريد کړي . پاکستان دتيرنوامبر په مياشت کې له هغه وروسته چې  ددغه هيواد ٢٤ تنه پوځيان چې ويل کيږي په اي اس اي پورې يې اړه درلود په مومندو ايجنسي کې دنړيوالو ځواکونو دهليکوپترونو له خوابمباري شول اوووژل شول د ناتو اکمالاتي لاره وتړله .
 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته