خبرونهفرهنګTOPټولنه

د لوحو او تابلوګانو د اصلاح کمېسیون د خپلو فعالیتونو په تړاو د اطلاعاتو او کلتور وزارت سرپرست ته راپور وړاندې کړ

کابل، د کب ۱۳مه، باختر
د لوحو او تابلو ګانو د اصلاح کمېسیون رئيس او غړو نن د اطلاعاتو او کلتور وزارت له سرپرست ملا خیرالله خیرخواه سره په کتنه کې نوموړي ته د خپلو یو کلنو فعالیتونو راپور وړاندې کړ او د راتلونکي کال د پلانونو په اړه یې مالومات ورکړل.
د اطلاعاتو او کلتور وزارت د نشراتو معینت او د یاد کمسېسیون وارثي کوونکي مولوي ضیاء الحق حقمل په دغه ناسته کې په روان ۱۴۰۲ لمزیز کال کې د یاد کمېسیون د فعالیتونو او لاسته راوړنو په اړه د اطلاعاتو او کلتور وزارت سرپرست ته مفصل مالومات وړاندې کړل.
د کابل ښاروالۍ د کلتوري چارو رئيس او د یاد کمېسیون غړي هم په دغه ناسته کې د دغه کمېسیون د فعالیتونو په تړاو د خلکو د مثبت غبرګون او تود هرکلي په تړاو خبرې وکړې.
په ورته وخت کې د اطلاعاتو او کلتور وزارت سرپرست ملا خیرالله خیرخواه په دغه ناسته کې د یاد کمېسیون کړنې وستایلې او ډاډ يې ورکړ، چې د افغاني کلتور د ودې او ملي ژبو د پیاوړتیا په موخه به هڅې لا ګړندۍ کړي.
خیرخواه همدارنګه د کمېسیون مشرتابه ته د اسلامي امارت په ځانګړي ډول د اطلاعاتو او کلتور وزارت د هر راز همکاریو ډاډ ورکړ.
د یادونې وړ ده، د اطلاعاتو او کلتور وزارت سرپرست په دغه کتنه کې د کمېسیون غړو ته د چارو د لا ښه والي په موخه لازمې سپارښتنې هم وکړې.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته