امنیت

دوه سوه نهه پنځوس انتخاباتي مرکزونه له امنيتي ګواښونو سره مخامخ دي

کابلباختردميزان ٧
په داسې حال کې چې د جمهوري رياست دانتخاباتو د ترسره کولو لپاره امنيت داساسي عنصر په توګه پيژندل کيږي د کورنيو چارو وزارت مقامات وايي چې دوه سوه نهه پنځوس مرکزونه له امنيتي ګواښونوسره مخامخ دي .
دباختر اژانس دخبر له مخي :  دکورنيو چارو وزارت ويندوى  صديق  صديقي چې نن  يې په کابل کې په يوه خبري غونډه کې خبرې کولې څرګنده کړه چې د رايې ورکولو دوه سوه نهه پنځوس مرکزونه له امنيتي خطرسره مخامخ دي او دغه وزارت هلې ځلې کوي چې دغه ګواښونه صفر ته ورسوي .
دغه راز صديقي ټينګار وکړ چې د انتخاباتو د خپلواک کميسيون د کارکوونکو دځان  دساتنې لپاره هم اقدامات ترسره شوي دي  .
دغه څرګندوني په داسې حال کې کيږي چې په  دې وروستيو وختو کې ځينو سياسي کړيو د نا امنيو له امله دانتخاباتو په نه  ترسره کولو ټينګار کوي .
دغه راز د څو وروستيو ورځو په بهيرکي دانتخاباتو دخپلواک کميسيون په يو شمير کارکوونکو بريدونه شوي دي خود کورنيو چارو وزارت ويندوى صديقي په دې ټينګارکوي چى د انتخاباتو د امنيت تامينول ددغه وزارت له کاري لومړيتوبونوڅخه دي او دکورنيو چارو  وزارت دبيطرفي داصل په ساتلو سره هلې ځلې کوي  چې د با امنه او خوندي انتخاباتودترسره کولو زمينه برا بره کړي .
د دغه کارد تحقق په خاطر سترامنيتي معين زياتو او په تيره بيا هغو ولايتونو ته چې له امنيتي ګواښ سره مخامخ دي سفر کړى دى اود پروګرامونو دحالت په څيړنې  سره هلې ځلې کوي چې دنا امنوسيموامنيتي حالت مثبت تګلورى ووهي
دکورنيو چارو وزارت ويندوى  دغه راز په دې خبري غونډه کې داکسفام  رپوټ
چې  پکې دښځينه پوليسو دجنسي ځورونې يادونه شوې ده بې بنسټه وباله او ويې ويل چې دغه وزارت دښځينه پوليسو حالت ته  ځانګړې پاملرنه لري او هلې ځلې کوي چې دپوليسو په ليکو کې د هغوي کميت زيات شي او ژونداوکاريې خوندي وي
صديقي په بدخشان ولايت کې دموجودو نا امنيو په باب وويل : دافغانستان د خلکو دښمنانو پرون دبدخشان ولايت دکران ومنجان په ولسوالۍ بريد وکړ او د دغې ولسوالۍ ځينې سيمې يې  ونيولې .
ده وويل  : چې ددښمنانو په دغه بريد کې پوليسو تکتيکي په شاتګ کړى دى او ددغې ولسوالۍ دتصفيه کولو په خاطر عمليات پيل شوي دي .
ده دتيرې اوونۍ په بهير کې د وسله والو مخالفينو تلفات زيات وبلل او ويې ويل تيره اوونۍ يوسلو دوه پنځوس تنه وسله وال مخالفين دپوليسو دعملياتو په بهير کې  وژل شوي او اوه اويا تنه نور يې نيول شوي دي اودغه راز نهه نوي  ماينونه کشف او شنډ شوي دي اوڅوارلس زره کيلو ګرامه چاوديدونکي توکي هم ترلاسه شوي دي  .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته