ټولنه

په پروان کې په شپږ سوه پنځوسو بې وزلو کورنيو خوراکي توکي ويشل شوي دي .

کابل باختر  د غبرګولي  يو ديرشمه
دپروان ولايت په کوه صافي ولسوالۍ  کې په شپږ سوه پنځوسو بې وزلو او مستحقو  کورنيو خوراکي توکي  وويشل شول .
  دکوه صافي  ولسوالۍ پخواني ولسوال او ددغې ولسوالۍ يوتن مخور ډاکتر عبدالواحد صافي باختراژانس ته خبر ورکړ  دغه خوراکي توکي چې اوړه ،غوړي او خرما پکې شته په کوه صافي  ولسوالۍ کې ميشت دافغان اکتيف  دکان ايستلو شرکت درييس قاري شفيع الله له خوا مرسته شوې وه .
صافي زياته کړه هرې بې وزلې کورنۍ  ته يوه پنځوس کيلويي  بورۍ اوړه  درې کيلوګرامه غوړي  او يوه کيلوخرما  دقاري شفيع الله او نورو مشرانو له خوا ورکړل شول .
صافي وويل دکوه صافي دغو بې وزلو کورنيو ، دافغان اکتيف دکانونو دراايستلو شرکت درييس ددغې مرستې له امله مننه وکړه او ددولت ملاتړ يې وکړ . 
هغوى  وايي دکوه صافي  دزياترو خلکو اقتصادي حالت په ټيټه کچه دى او دغه ډول مرستې په تيره بيا دروژې په مبارکه مياشت کې يوښه او پرځاى کار دى .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته